نظم
په دنيا پورې زړه مه تړه
Khushal Khan Khattakعاقلان چې په دنيا نه کا وتنه
د يقين په سترگو ويني ترې وتنه
په دنيا وتنه دا نه ده هوښياره
چې دې هيچ په دنيا مال نه وي وتنه
د دنيا مالونه واړه سره اسپه
د دنيا په مال د زړه نه وي تړنه
د سلېمان غوندې يې پاسه په سر کېږده
نه قارون غوندې يې زده د زړه دننه
زيست روزگار دچار يارانو غوندې وکړه
په روزگار د هر يوه وکړه پوښتنه
ابابکر څخه هيڅ نه وو بادشاه و
که عمر د خزانو وو په ساتنه
د عثمان توانگري غنا ځايي وه
د علي به څرخېده واړه گڼنه
ډير اصحاب د پيغمبر غني مالدار وو
اما هيڅ يې په دنيا نه وه وتنه
مومنان دې پيروي کا د اصحابو
د اصحابو وه د شرعې په لار تلنه
په هرکار کې چې بې شرعې سړی پل ږدي
هغه پل به يې سرېږي په پوښتنه
شريعت وايي چې ښه خوره ښه آغونده
په حلال او په حرام کوه پوښتنه
چې دچا په باغ کې گډ شې فهم وکړه
ناروا نظر يې مه وکړه په ونه
ښې محبوبې لوبوه په پالنگ خوب کړه
ناروا مه کړه د سترگو اړونه
که د تخت د پاسه کښېني مبارک شه
خو ثابت په شريعت اوسه مينه
سل خونونه په فتوا په روايت کړه
خو له شرعې نه بېرون مه شه مومنه
چې سفر بې توښې کا ارمان به يوسي
گورستان لره له دې ځايه ده وړنه
د باغوان په اذن واړه ونې ستا دي
چې روا نه وي نظر مه کړه په ونه
که دې چېرې ناروا له لاسه وشي
په توبه وکړه و حق ته جاروتنه
څوک به هسې پاک معصوم لکه فرښته شي
د سړي جامه که سپينه که رېمنه
د توبې صابون به هيڅ باندې پرې نه ږدي
که د ځان جامه دې هر څو وي خيرنه
په هر کار کې هسې کار کړه جگې جگې
چې څوک نه وايي و تاته دروغجنه
د سړي خو اعتقاد او ترس د خدای دی
يا چې هر زمان د مرگ کا يادونه
چې دا درې توکي لري اټکل مې نه شي
چې به خدای رسول راضي نه وي له ده نه
دانايان به غافل نه اوسي له مرگه
دمرگي د پوخ ناڅاپه ده وهنه
مرگ په تا پسې دايم هسې طلب کا
لکه څوک د ورک کالي کاندي مرستنه
که د اوسپنو په کوټ کې ځان خوندي کړې
عزرائيل به دې خبر واخلي دننه
زيات وکم به دې يو دم د ژوندون نه وي
هغه دم چې دې پوره شي د مرگ ژمنه
بار تړه تکل د تلو کوه خوشاله
همراهانو دې غوغا کړه په لبښنه
لېرې ملک و ته سفر دی فکر وکړه
بيا په بيارته د چا مه گڼه راتلنه