غزل
په درياب کې چې جهاز بيايي نا خدای دی
Khushal Khan Khattakپه درياب کې چې جهاز بيايي نا خدای دی
چې ساتي يې، ډوبوي يې هغه خدای دی
بادشاهي يې په نصيب او په قسمت وي
چې سايه د چا په سر کاندي همای دی
څوک چې طمع له چا کا په حقيقت کې
که بادشاه د درست جهان شي لا گدای دی
درته چا وی چې پرې مه پرانيزه غوټې
تامل د هر سړي گره کشای دی
يا دښو زويو سندرې وي د زو وو
يا د تورو په ميدان مې هوی و های دی
د هغه د غلطيه اندوه نه وي
چې رفيق يې په سفر کې رهنمای دی
وچ ککړ ټټر داغ داغ په منځ کې هيڅ نه
چې نارې د جداييه وهي نای دی
خوی خصلت وته يې هم نظر د کړو دی
که جمال يې په څو رنگه دلربای دی
په هزار ژبه يې ته ستايه بلبله
گل په خپله د خپل حسن خود ستای دی
که باغونه که راغونه که څه نور څه
چې دې زړه په کې خوشال شو هغه ځای دی