غزل په درست کلي کې مې يار دی هغه کس Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په درست کلي کې مې يار دی هغه کس چې په درست تومن او څار دی هغه کس 02 که په شکل ، شمايل سړی ليده شي سر تر پايه پريوار دی هغه کس 03 ځکه زه ورباندې هسې عندليب يم چې په حسن يو گلزار دی هغه کس 04 که هر څو راته ښکنځل کا، يا قهرېږي په خوله واړه شکر بار دی هغه کس 05 که يې زلفې، که کاکل، که يې گيسو دي همگي مشک ناتار دی هغه کس 06 چېرې نه چې په ټولې کې يې غلط کړې هوسۍ سترگې گل رخسار دی هغه کس 07 د جايفل په ځای به سر ورته پېشکش کړم که په سر مې مينه دار دی هغه کس 08 چې زه خوله ورځنې غواړم نور ښکنځل کا بې حسابه ستمگار دی هغه کس 09 سر تر پايه زر زري جامي اغوستې سر تر پايه زرنگار دی هغه کس 10 زرکې! څه لره په خپل رفتار غره يې لا تر تا نه خوش رفتار دی هغه کس 11 چې صورت، سيرت يې دواړه سره جوړ دي د خوشال د زړه په کار دی هغه کس Dictionary meaning × Headword