نظم
په ډېر رنگه فضيلت شته په جهان کې
Khushal Khan Khattakپه ډېر رنگه فضيلت شته په جهان کې
دا يو څو به درته ياد کړم زه خوشال
فضيلت د ښه نسب د اصالت دی
فضيلت دی د ښه حسن د جمال
فضيلت د شجاعت د مړنتوب دی
فضيلت د سخاوت دی د ډېر مال
فضيلت د ډېر هنر دی د ډېر علم
فضيلت د ډېر اولاد دی د عيال
نه دا کل فضيلتونه ، منونه، منونه
نه چې بخت د چا څخه وي يومثقال