غزل
په اختر په جمعه څه عرض دما
Khushal Khan Khattakپه اختر په جمعه څه عرض دما
زه مجنون يم سر نيولی په صحرا
هغه وخت د ما اختر دما جمعه ده
چې ديدار راته ښکاره که د ليلا
عاشقان د عشق له کاره انکار نه کا
فاسقان به په خپل زړه کې لري غلا
د يار به لايق نه دی رنگ يې ورک شه
چې يې نه وي په ياريه کې وفا
د رښتينې يارۍ لافې ډېر عالم کا
ولې ما په کې ونه ليدل رښتيا
هی توبه د عشق د پټو سرو لمبو نه
نه واښه ته يې لرگي ، لگي په تا
په يرغ په مصلحت د عشق کار نه دی
په ليدل په اروېدل شي را پيدا
نه په پنډ لوېږي له هر کاڼي بڅري
دې سوخته سره بکر لري سودا
دا رنگينې معنی چېرې دي خوشاله!
چې را درومې لکه گل په بياض ستا