نظم
په گنډلو سره ډېر ټوکي يوکېږي
Khushal Khan Khattakپه گنډلو سره ډېر ټوکي يوکېږي
د يوه په بې نمازۍ بل بې نمازېږي
چې گنډلي سره نه وي تار په تاروي
د يوه بندي تر بله نه رسېږي
په جهان کې که ياري که اشنايي ده
هسې يو د بل په غم سره پخسېږي
يو چې وژاړي بل هم په ژړا سر کا
ولې يو د بل په خوږو نه خوږېږي
د سړيو حال به څه کړې څاروي گوره
چې پسو په بېلتانه سره تېرېږي
د خوشال په دا خبرو غرض څه و
همگي يې د زړه خوږ دی چې ويېږي