غزل

په جهان کې لويه چار ده دمير ښکار ده

Khushal Khan Khattak

په جهان کې لويه چار ده دمير ښکار ده

که دا چار گورې هر کار لره په کار ده

څو، قابو، تالاش، دا واړه دي په ښکار کې

چار د جنگ، دمېړنتوب، کا د پيکار ده

ورته هيڅ د ښکار د ذوق خبرې مکړه

د هغه سړي چې طبع د بېکار ده

آلوده دي په ډېر د عمر ورځې

چې په شمار د عمر نه ده ورځ د ښکار ده

په خوشال باندې د ښکار هوا ژوندون شي

مرده دله! که په تا باندې بېگار ده