غزل
په جهان کې څلور قسمه دی نعمت
Khushal Khan Khattakپه جهان کې څلور قسمه دی نعمت
عاقلان يې دي خبر په حقيقت
لومړنی نعمت د علم، د ښه خلق دی
دا نعمت په دواړه کونه دی راحت
بل نعمت د نادانۍ، د بدخوييۍ دی
سراسر په دواړه کونه دی زحمت
بل نعمت په دا جهان د ډېر دولت دی
چې هر شان پرې ابلهان کا فراغت
بل نعمت د رياضت دی که يې گورې
په هغه جهان راحت، دلې محنت
په خپل مټ، په خپل کوښښ نه ده خوشاله
هر ازاد بنده ته رسي خپل قسمت