غزل
په کاته شم و عالم و ته حيران
Khushal Khan Khattakپه کاته شم و عالم و ته حيران
چې د نس د پاره څه کا دا سگان
هسې چارې يې پيدا شي له وجوده
چې په فکر، ذکر نه وي د شيطان
تل قران د وړاندې ايښی قرآن لولي
ولې هيڅ عمل يې نه وي په قران
په کوم لوري پسې ځم، چېرته يې غواړم
د کېميا غوندې ناياب شول دانايان
ښه سړي لعل و ياقوت دي موندل نه شي
لکه نور کاڼي، لږ نه دي ناکسان
که په نور خلکو کې ښه سړي موندل شي
ولې ښه سړي به لږ وي افغانان
د عفريت دي، که د دېو دي، که د دد دي
د ادم له نسله نه گڼم افغان
که هر څو ورته د پند خبرې وايي
د پلار پند يې هم ښه نه لگي په ځان
هره چار د پښتانه تر مغول ښه ده
اتفاق ور څخه نشته ډېر ارمان
د بهلول او د شېرشاه خبرې اورم
چې په هند کې پښتانه وو بادشاهان
شپږ، اووه پېړۍ يې هسې بادشاهي وه
چې په دوی پورې درست خلک وو حيران
يا هغه پښتانه نور وو، دا څه نور شول
يا د خدای دی اوس دا هسې شان فرمان
که توفيق د اتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان