غزل
په ښه مخ به څو تابان يې
Khushal Khan Khattakپه ښه مخ به څو تابان يې
ښه تر مياشتې د اسمان يې
که پرون وې زړه او سترگې
راشه نن ځان د جهان يې
لکه سيوری په پښو پروت يم
زړه هورې چې ته روان يې
خدای په ښه جمال يوسف کړې
په کروړونو هم ارزان يې
که دې دوه کونه قيمت شي
په دوه کونه رايگان يې
دواړه شونډې دې ياقوت دی
مرغلرې په دندان يې
په رښتيا ويل بد مه وړه
خوشال ستا دی، ته د ځان يې