غزل په خاطر باندې مې نه وې پروتې لږې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په خاطر باندې مې نه وې پروتې لږې څو خاطر مې لټوې، هومره مې کږې 02 په بل رنگ مې به زړگی باندې سوړ نه شي رقيبان شول د نوکونو تر منځ سپږې 03 و هر چا وته چې وگورم فرياد کا يو زه نه يم د جهان دي سينې خوږې 04 دا دوه توکه و هوښيارو ته يو راز دي د نامرد سړي برېتونه، برېت دمږې 05 په جهان به هيڅوک نه وي چې ازاد وي ځينې عشق، اندوه بنده کړل ځينې لوږې 06 چې احمق سره ياري کړې خبردار شه! يوه ورځ به په تا وکا کار ديږې 07 چې بې علمه تصوف وايي باور کړه دا مې واړه بوس دانې سره اغږې 08 هيڅ مذکور ورسره نه بويه، نه ښه دی په نادان دي د دانش خبرې ځوږې 09 چې دې لاس په گيدړ نه رسي خوشاله! و مزريو وته څه لاسونه مږې Dictionary meaning × Headword