غزل

په ښايست کې دې څوک نشته د سيالۍ

Khushal Khan Khattak

په ښايست کې دې څوک نشته د سيالۍ

که دې څه خو مهر هم وای نتيالۍ

ورځ په وځ دې دخوبيه گل غوړېږي

ته لا اوس د نوي بوتي په زالۍ

په پساله به مينه کا چې رنگ يې نه وي

ته گلرنگه څه محتاجه د پسالۍ

ستا د مخ سپاهيان همه تورې پرې باسي

ولې دوه سترگې دې لا دي جنگيالۍ

زه چې ستا دوره په تورو خاورو پروت يم

راته خس دي د بخملو نهالۍ

د پايلو په اواز سره دې ويښ شي

چې پرې درومي تصويرونه د قالۍ

ته خو اوس دزهد لاف کوې زاهده!

که يې ووينې زړه ټينگ کړې مرد هائۍ

زه به نيت درباندې وهارم باور کړه

که دې ځای دی دهاني په انبالۍ

خدای دې امن د خوشال له سترگو وکړه

په خندا خندا راځي په خوشالۍ