نظم
په خويونو کې ډېر فرق دی
Khushal Khan Khattakپه خويونو کې ډېر فرق دی
که سړی پرې خبردار شي
ځينې هسې خوی آغاز کا
چې خپل هم ځنې وېزار شي
ځينې هسې خوی آغاز کا
چې پردي يې خدمتگار شي
که څوک خپل خصلت د ښو کا
تر سرو زرو په رويدار شي
نظم
په خويونو کې ډېر فرق دی
که سړی پرې خبردار شي
ځينې هسې خوی آغاز کا
چې خپل هم ځنې وېزار شي
ځينې هسې خوی آغاز کا
چې پردي يې خدمتگار شي
که څوک خپل خصلت د ښو کا
تر سرو زرو په رويدار شي