نظم

په کوم گرداب کې گرځې

Khushal Khan Khattak

په کوم گرداب کې گرځې

گردابونه صد هزار دي

په هسې درياب ډوب يې

چې موجونه يې خونخوار دي

راشه ځنې ووځه

راواته ځنې په کاردي

نه غم نه يې اندوه شته

چې وتلي په کنار دي