غزل
په مردن پروا دار نه يم
Khushal Khan Khattakپه مردن پروا دار نه يم
په زندان پروادار څه يم
يوه غصه، دويم بېلتون دی
چې په اور په اوبه زه يم
اشرف خان دي راته کښلي
زه خو خوښ په خط دده يم
پنځه مياشتې يم په بند کې
بابا ډېر ډاډه په زړه يم
زويه! ما خو غم د تا کړ
چې ته ښه يې، زه خو ښه يم
چې فلک سره سر باسي
په همت کې هغه زه يم
کړه يې نه دي بې حکمته
زه خوشال دده په کړه يم