نظم
په منصب پورې خوشال خټک نوکر و
Khushal Khan Khattakپه منصب پورې خوشال خټک نوکر و
چې منصب ورځنې لاړ شه اوس بادشاه دی
اووه مياشتې دي چې لار د کابل بنده شوه
حال احوال د خلايق واړه تباه دی
دا لا څه په هندوستان توره تياره ده
په هر ځای دده دخويه بويه آه دی
داورنگ بادشاه په دور آرام نشته
چا ويل چې جهان ځای د آرامگاه دی
لکه مخ د پاسه تور سياه ليده شي
اندرون يې هغه هسې تور سياه دی
که و نيت وته يې گورې يو يزيد دی
که طاعت وته يې گورې اهل الله دی
دده خبر واړه ده وته بخښلی
خو له سره به يې ډار کا چې آگاه دی
په ښادۍ سره شريک دي ولسونه
غم يوازې د خوشال خټک د ځان دی