غزل
په ناحق په ما منت کاندي وگړی
Khushal Khan Khattakپه ناحق په ما منت کاندي وگړی
ما دا هسې منت نه دی د چا وړی
زه له ځايه دماغي په جهان راغلم
ما دا هسې دماغ اوس نه دی راوړی
که درست باغ دمېوو ډک و ماته کښېږدي
تر همت پورې مې څه دی؟ يو خسړی
په يوه بېلک يې نن تر هر چا به کړم
بل يې هم دی په سبا راته نومړی
هغه کوم سبق د ناز او د نياز دی
چې وما يې په ايځي نه دی راکړی
په خوږه خندا د خضر عمر راکا
په ماڼې سره مې بيا کا لکه مړی
يو څه بند مې دغماز په غاړه پرېووت
لا تر اوسه گرځوم د غاړې پرې
له اصلي پولاده هاله تېغ رغېږي
په هنر چې ځنې لاړ شي او سپين خړی
د جهان په واړو ونو نظر وکړه
هره ونه خپل خپل خوند لري، خپل زړی
زه د يار غمونو درست په زړه رنځور کړم
لا مې نه دی د زړه حال وچاته سپړی
ملامت مې دعالم په سر قبول دی
په عاشق خو ملامت وايي وگړی
د تازيانو په ميدان باندې غوټې وي
کوټه هم ورپسې ځغلي لبغړی
چې و چا وته يې شمار يا يې بيان کړم
هومره غر يو مې له فراقه نه دی نغړی
هغه مخ يې په خپل کور په پالنگ بياموند
چې خوشال و په طلب ورپسې ستړی