غزل
په پښتو کې رحمان ووې
Rahman Babaپه پښتو کې رحمان ووې
په فارسۍ کې سنايي
باد دې لاس په پلو کښېښو سره رېږدي
گل دې مخ و ته نظر کا خولې پرېږدي
له هجرانه څه نه غواړم عالمه
بد هجران دی ما دې دی په قرار پرېږدي
د چمن گلونه واړه ترې قربان شي
محبوبا چې د چمن په گلو پښې ږدي
د ټولي په مينځ کې درومي لکه بطه
په قرآن قران راځي په زړونو لېږدي
په خمارو سترگو بيا مړانه وکړي
چې له ناز يې کړي راپورته بيا يې کېږدي
دا غزل په حاشيه وکښه رحمانه
د خوشال د بياض پاڼې به ورېږدي