غزل په پيرۍکې چې هوس دميو ناب کړې Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په پيرۍکې چې هوس دميو ناب کړې بېهوده گومان په صبح د ماهتاب کړې 02 بې طاعته عنايت له خدايه غواړې دعتاب په ځای اميد د آب و تاب کړې 03 دانسته گناه کوې توبې وکاږې لکه بُت هسې په غټو سترگو خواب کړې 04 په هغو غوږو چې ذکر د خدای اورې بيا سماع په هغو غوږو د رباب کړې 05 په هغو شونډو چې حمد و ثنا وايې هم هغه شونډې بيا ډوبې په شراب کړې 06 علم وکړې هېڅ عمل ورباندې نه کړې لکه طفل هسې لوبې په کتاب کړې 07 په شپه پروت يې د مغان په ميخانه کې او په ورځې مخ په لوري د محراب کړې 08 تمام عمر د دنيا په طلب گرځي بيا د خدای په طالبانو ځان حساب کړې 09 له خالقه دې نه شرم نه حجاب شي له رحمانه گوښه ونيسې حجاب کړې Dictionary meaning × Headword