غزل
په پيرۍکې چې هوس دميو ناب کړې
رحمان باباپه پيرۍکې چې هوس دميو ناب کړې
بېهوده گومان په صبح د ماهتاب کړې
بې طاعته عنايت له خدايه غواړې
دعتاب په ځای اميد د آب و تاب کړې
دانسته گناه کوې توبې وکاږې
لکه بُت هسې په غټو سترگو خواب کړې
په هغو غوږو چې ذکر د خدای اورې
بيا سماع په هغو غوږو د رباب کړې
په هغو شونډو چې حمد و ثنا وايې
هم هغه شونډې بيا ډوبې په شراب کړې
علم وکړې هېڅ عمل ورباندې نه کړې
لکه طفل هسې لوبې په کتاب کړې
په شپه پروت يې د مغان په ميخانه کې
او په ورځې مخ په لوري د محراب کړې
تمام عمر د دنيا په طلب گرځي
بيا د خدای په طالبانو ځان حساب کړې
له خالقه دې نه شرم نه حجاب شي
له رحمانه گوښه ونيسې حجاب کړې