غزل په راحت کې په دولت کې يارۍ ډېرۍ Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په راحت کې په دولت کې يارۍ ډېرۍ په محنت کې، په زحمت کې ياران چېرې 02 نه په هر کله بهار نه به خزان وي دا دستور يو چارې ونيسه په تېرې 03 که مې لاس لکه درياب له دُرو تش وي ولې سترگې مې درياب غوندې دي سېرې 04 له يوې فتنې يې ځان په دعا خلاص کړم فلک بيا نوې فتنې کا رابرسېرې 05 ددې دور په يارانو باور نشته په زمان ورته اغيار شي يار دغوپرې 06 چې به ما ورته کاته له جاهه نه کړل له هغو خبرې اورم تېر و بېري 07 پرورش يې که په شهدو په شکر کړې د خرما تر خوند به نه رسېږي بېرې 08 د دستار تر مرتبې به نه رسېږي که په لعلو مکلل کړې پايز پرې 09 په ژوندون يې دخوشال د زړه وباسې ستا کردې به يې په گور کې نه شي هېرې Dictionary meaning × Headword