غزل

په رموز د عاشقانو عاشقان پوهېږي بس

Khushal Khan Khattak

په رموز د عاشقانو عاشقان پوهېږي بس

په طلب د طالبانو طالبان پوهېږي بس

په ضمير د نخلبندو، نخلبند سړی خبر وي

په تصوير د نقاشانو نقاشان پوهېږي بس

چې کښتيې پکې بيايې، په عظيم درياب گډېږي

په بيولو د کښتيه ملاحان پوهېږي بس

چې گردش په ورځ و شپه کا د کامل انسان د پاره

په اسرار يې کاملان يا دا اسمان پوهېږي بس

د گدای غرض پرې نشته، څه يې کار په دا خبرو

چې دملک، د مملکت په کار شاهان پوهېږي بس

سپينې ږيږرې و ته بويه چې نظر په خپل قوت کا

او هوس د شوخې شنگې! په دا ځوان پوهېږي بس

نادانان د ملک څښتن کا، دانا هسې ورته گوري

دغه پوهه د چا نه ده، پرې سبحان پوهېږي بس

چې خوشال يې په بياض کښي، دا تازه تازه خبرې

نو په دا تازه خبرو سخندان پوهېږي بس