غزل په څه شان يې دواړه زلفې کج په کج کړې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په څه شان يې دواړه زلفې کج په کج کړې يکباره يې د عالم مينې په چج کړې 02 تورې زلفې يې زنځير، مخ يې کعبه دی دا زنځير په لاسو ونيسه که حج کړې 03 که يو دم دې دا زنځير په لاسو کښېوځي همېشه به دخپل زړه په حال فرج کړې 04 بيا هاله ديگانگۍ له حاله لاف کړه که دغيرو اندېښنې له زړه خرج کړې 05 زه تر نام و تر ننگ تېر شوم ستا دپاره ته به څو زما له کاروباره لج کړې 06 قند و گل چې يادوم مقصود مې دا دی څو بوسې که له ښکنځا سره مزج کړې 07 ما خوشال له خپله ځانه خاطر موړ کړ چې دا هسې د غمزې په تېغ حرج کړې Dictionary meaning × Headword