غزل

په سرو شونډو دې بازار د شکر مات کړ

Khushal Khan Khattak

په سرو شونډو دې بازار د شکر مات کړ

تورو زلفو دې ناموس د عنبر مات کړ

چې د صبر په اهن مې وتړلی

تا د زلفو په حلقه هغه ور مات کړ

چې يې ستا د خط و قد ننداره وکړه

صورت گرو مې پرکار و مسطر مات کړ

سحر گرو اوس د سحر دکان و نغښت

دواړو سترگو دې د سحر هنر مات کړ

په دا دوه سواره د مخ، يعنې ستا سترگې

تا مې درست د پارساييه لښکر مات کړ

په هوس هوس راځې شملې پرېښې

گوره! بيا دې د چا نوی سنگر مات کړ

چې آرزو لرم په زړه کې ستا د وروځو

دې آرزو مې په ځيگر کې خنجر مات کړ

تا وی نور به قول مات نه کړم سوگند دی

په سوگند سوگند دې لا څه بهتر مات کړ

په بار خو دې مار حلقه شو که صهبا مې

ستا د تورو زلفو خولې و ته سر مات کړ

ماتوه دخوشال زړه بيا به ووايې

چې مې څه لره دا هسې گوهر مات کړ