غزل
په سينه کې مې اوده مينه پهر جاگي
Khushal Khan Khattakپه سينه کې مې اوده مينه پهر جاگي
زما ستا محبت گوره کيسي لاگي
د رقيب وينا يې ياده شوه که څه شوه
سپينه خوله يې په خندا راوړه پهر بها گي
په بازۍ بازۍ وژلی گټل نه شي
ځکه ما په مسخرو وژني بېجا گي
زه خوشال چې لا له ورايه ورښکاره شوم
په خندا يې وی چې آو مېرا بېراگي