غزل

په طلب کې دې سستي وينم دروېشه

Khushal Khan Khattak

په طلب کې دې سستي وينم دروېشه!

چې وتلی يې ددې خونې له وېشه

نعمتونه رنگا رنگ شته په هر لوري

په غوښتوني باندې نه ده جفا پېشه

څو طلب، هومره موندل دي په دا دور

بلکې لا تر طلب بخره مومي بېشه

د عسلو خواږه کله هغه مومي

چې حذر کا د مچۍ له بده نېشه

لا د وخته د طبيب طلب بايده دی

څو لا پايي په دنيا د زړه له رېشه

په هيڅ دين کې ما وفا ليدلې نه ده

خبردار يم د هر چا له دين و کېشه

په هر غشي چې زخمي شوم، بيا مې وکوت

هغه غشي وو په تن زما له کېشه

هيڅ پروا، اندوه د بل د بدو نه کړم

خو دې پانه څي بلا له ځانه خوېشه

په پيغام د بوسې سود نه شي خوشاله!

چې زما په خوله مين يې رانژدې شه