غزل
په تندي چې آتش بل کا مدام شمع
Rahman Babaپه تندي چې آتش بل کا مدام شمع
ځکه بيامومي له خلکه اکرام شمع
په انوار دې منور اهل ابصار شي
لا به کله شي ښکاره دانعام شمع
پتنگان يې لور په لور په مخ څرخېږي
ځکه نه کوي په سول کې ارام شمع
وسېځه ته ځان زما په شعله باندې
کړه پتنگ ته په رموز کې کلام شمع
لور له لوره جهان واړه کړه روښانه
چې شي بله په هر ځای په مقام شمع
ستا مجلس دخاص الخاصو صرافانو
د رحمان په څېر نه مومي هر عام شمع