غزل
په هر لوري دی فغان د مرگ له لاسه
Khushal Khan Khattakپه هر لوري دی فغان د مرگ له لاسه
په هر لور، چې هر مکان د مرگ له لاسه
د آدم صورت يې مرگ لره پيدا کړ
خرابي شوه په جهان د مرگ له لاسه
همگي پيغمبران که اولياء وو
دوی په مځکه شول نهان د مرگ له لاسه
عاقبت به شي بې شکه بې گومانه
دا ودان کورونه وران د مرگ له لاسه
راشه! ته هم د توښې په سر انجام شه!
کاروانونه شول روان د مرگ له لاسه
ای خوشاله! که په نن شاه جهان شي
هم به درومې په ارمان د مرگ له لاسه