غزل
په هر ځای چې طمع خپل هنر څرگند کا
Khushal Khan Khattakپه هر ځای چې طمع خپل هنر څرگند کا
ډېر هوښيار ماهي، مرغونه طمع بند کا
بادشاهي د بحر و برده که باور کړې
قناعت دې که په خشک و تر خورسند کا
په هغه زما سلام ، خرم دې اوسي
چې د چا سره نه مهر، نه پيوند کا
خلک واړه د اندوه په درياب ډوب دي
کله کله له دريابه سر بلند کا
د دروېش بخره خوښي ، غم د هغو دی
چې په شمار د زرو ناست دي چون و چند کا
هوښيارانو څخه ډېرې اندېښنې دي
چې ملنگ د مصلی هغه انند کا
و نور چا وته به څه لره څه وايي
و خپل ځان و ته خوشال خټک دا پند کا