غزل په هرکسب کې چې يې حبيب الله يې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په هرکسب کې چې يې حبيب الله يې که له خدايه، له رسوله نه اگاه يې 02 په محشر به له تا عدل ايمان غواړي که په تخت د پاسه ناست د ملک بادشاه يې 03 نفسه! تا دا هسې زه مذبذبين کړم هم توبه، هم گناهونه، څه گمراه يې 04 نور څوک څه لره بدخواه گڼې ناپوهه چې په خپله دې خوی، دځان بدخواه يې 05 زمانه به دې بدرنگ کا، غره مه شه که هر څو په خپل جمال کښلې تر ماه يې 06 په خاته کې يې هيچرې ثقل نشته تل چې کښته پورته کېږي يوه ساه يې 07 که په خپل گومان کې ځان وتاته کوه دی و قضا وته په مثل لکه کاه يې 08 د خوشال ويسا په سخت ساعت په تا ده ای چې ته د درمانده و پشت ، پناه يې Dictionary meaning × Headword