څلوريزه

په واک چې نه لرې په کام کې ژبه

Khushal Khan Khattak

په واک چې نه لرې په کام کې ژبه

که گونگ شې ښه دی په لويه تبه

په بده ژبه ځان ځي جهان ځي

ايمان لا هم ځي واوره طالبه