نظم

په يوه باران کښت ورک کا

Khushal Khan Khattak

په يوه باران کښت ورک کا

خلقې کا سره خوارې

رهزنان باندې تعيين کا

مساپر وژني په لارې

بسيران کا تندي اوړ کي

چې له لوږې وهي نارې

ناوې ژڼی سره بېل کا

د مرگوټي په چيغارې

خدای عادل دی ظالم نه دی

نه په ظلم کا دا چارې