څلوريزه

په زړه د واړو خلکو نېکخواه اوسه

Khushal Khan Khattak

په زړه د واړو خلکو نېکخواه اوسه

هدايت کړونی د هر گمراه اوسه

تمه له چا مه کوه سخا په هر چا کړه

بې تخت و تاجه لکه بادشاه اوسه