غزل په زړه مې هسې نهال يې، ای له دوو سترگو غايبه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په زړه مې هسې نهال يې، ای له دوو سترگو غايبه که بله نامه وايم، نامه ستا راشي په ژبه 02 هر دم چې ډېره ځله، اضطراب شي ستا ديدن ته په تږي باندي تل وي د اوبو مينه غالبه 03 تروه، ترخه که نه وای د خوږو قدر به نه و سکه ځکه جدايي شوه اشنايي سره واجبه 04 يوه د بېلتانه رنځوري گرانه ده که نه وي نور واړه رنځ اسان دی، که نس خوږی وي، که تبه 05 ناڅاپه دوه مشتاق چې سره وويني په سترگو تر دا بهه بله نه وي په جهان کې عجايبه 06 په ډېر ضرور خوشال د يار له مخه جدا کېږي اروا کله راضي وي چې بېلېږي له قالبه Dictionary meaning × Headword