غزل
په ځوانانو پورې پېچمې کا ولاړې
Khushal Khan Khattakپه ځوانانو پورې پېچمې کا ولاړې
ته په سپينه ږيره خوله ورځنې غواړې
د ځوانيې هوس مه کوه چې زوړ شوې
اوس له تانه دځوانيې چارې لاړې
تېر ساعت به دې د عمر بيا رانه شي
ورځ او شپه که په زار زار ورپسې ژاړې
که يې بيا له مځکې واخلې سود يې کوم دی
چېله خولې په مځکه پرېوځي د چا لاړې
د خوشال ويل په زړه د اورېدو دي
چا ته نه کاندي ....