غزل
پښتانه که ادم زاد دي
Khushal Khan Khattakپښتانه که ادم زاد دي
په خويونو کې هناد دی
نه حکمت لري نه عقل
خوښ په جهل په فساد دي
نه د پلار په ويل کار کا
نه په نغوته د استاد دي
چې په ديو کې يو ښه وي
د هغه د سر جلاد دي
يو د بل په کمي ناست دي
ځکه تل په بلا ياد دي
اول زه، دا نور له پسه
څو شته واړه د احداد دي
په نفاق يې واړه ورک کړل
که شجاع دي که جواد دي
نه يې قدر شته نه پدل
ډېر تر مور او تر جراد دي
دا لا شکر کړه خوشاله!
چې بنده نه دي، ازاد دي