غزل
پښتانه په عقل پوهه څه ناکس دي
Khushal Khan Khattakپښتانه په عقل پوهه څه ناکس دي
کوټه سپي د قصابانو د جوس دي
بادشاهي يې د مغول په ټنگو بايله
د مغول د منصبونو په هوس دي
اوښ له باره په پخپل کور کې ورغلی
په اولجه د اوښ دغاړې د جرس دي
د نفرين لايق په نام سړه بني دي
له اوله که دا نور ورپسې پس دي
چې دا وار په دا دوران ور څخه ولاړ شو
د مغولو ستانې لويې يو په لس دي
بې ننگان د بې ننگيه کاروبار کا
ننگيالي د ننگ په کار کې هر نفس دي
سر يې هورې کندهار، لم يې د مغار دی
په دا منځ کې مېشته واړه پرې عسس دي
له دې بابه ويل ډېر وشول خوشاله!
خاموشي وکړه، دا هومره ويل بس دي