نظم

پښتانه واړه بدخوی دي

Khushal Khan Khattak

پښتانه واړه بدخوی دي

کور په کور کاندي غورزی

يو چې سر کاندي په پورته

بل يې ووهي مغزی

د مغول د سترگو ته يې

ای خوشاله نن اغزي

راشه فکر کړه د وخته

يو ځای ونيسه رغزی

که دې دا فکر ونه کړ

درومه درغی لغزی