نظم
پښتني ننگ
Khushal Khan Khattakپرورده که دمغولو په نمک يم
د اورنگ له جوره هم له غرېوه ډک يم
په ناحق يې په زندان کړم يو څو کاله
خدای خبر دی که په خپل گناه زه شک يم
پښتنو سره زړه تور دی دمغولو
خبردار يې په نيتونو يک په يک يم
که سره که نا سره راته معلوم دي
په کار کې په معنی لکه محک يم
يا زه باز وم يا شاهين و شاه جهان ته
اورنگزيب وته کارغه يا مښگيرک يم
هغه زيست چې د عزت له مخه نه وي
چې يې کا په هغه زيست پورې هک پک يم
اور يې پوې په منصب په نوکرۍ شه
چې تر فهم و ترنظر دمغول کک يم
په خپل نام و ننگ چې راشم لېونی شم
خبردار کله په سود او زيان دلک يم
چې په تمه د اوړو ځغلي وشست ته
گومان مه کړه چې هغه ناپوه سمک يم
تر قصا پورې د هيچا چاره نشته
او که نه تر زاړه ذئب لا ځيرک يم
و بينا وته سور مهر يم د زرو
په دليل د نابينا لکه پوچک يم
هيڅ له قدره مې وگړی خبر نه دی
که رښتيا وايم د سترگو مردمک يم
د چنبې تر گلو ډېر دی زما قدر
و بې شناختو وته گل د پنېرک يم
لکه باز په لوی، لوی ښکار، زما نظر دی
نه چې گرځي گونگټ نيسي بادخورک يم
چې په غوښو يې روزگار هغه مزری يم
نه چې ولې د وښو خوري هغه موږک هم
په دا سپينه ږيره شرم عزت ښه دی
څه به نورې چارې کړم مگر خوردک يم
که عالم راته کون تا وکا غم مې نشته
په رښتيا ويل د ډېرو پول پولک يم
په دانش په شعور نه ده په قسمت ده
چې دا هسې سرگردان لکه پټک يم
هر پښتون چې دمغولو نوکري کا
که دې زده د هغوی واړو بهترک يم
چې منصب مې دمغول خوړ يو ملک وم
چې منصب دمغول نشته اوس ملک يم
د فرمان د پروانې حکم يې نشته
شکر دا چې په خپل حکم په خپل وک يم
نه تصديق شته، نه ياداشت شته، نه توجيه شته
نه په فکر د سند نه د دستک يم
هر گيدي به چې له ما سر کوزي غوښته
د هغه د سريا توره يا کوتک يم
که په بدو باندې شوم شوم زه يې څه کړم
لکه ښه ستوری په اصل مبارک يم
هر ساعت راباندې عيد د استغنا دی
که په نور عالم ژړا زه په خرسک يم
د افغان په ننگ مې وتړله توره
ننگيالی د زمانې خوشال خټک يم
پښتانه لره شړۍ انډېری بس دي
نه په فکر د گليم نه د توشک يم
آزادي ده په ساده سپينه جامه کې
خلاص له غمه د زربفت او د ميلک يم
د وښو جونگړې هسې راته ښې شوې
وايي ناست په محلونو دا هک يم
که اوگره د بټو شته په شړومبو سپينه
دمغولو پولاوپانو ډېر پرې ډک يم
چې نيولی مې دا هوډ د ننگ و نام دی
که له خپله هوډه واوړم کنيزک يم
په بل غشی ټوپک هيڅ ويشتلی نه يم
که ويشتلی يم خو بيا په خپل ټوپک يم
چې شهپر مې بټي خېل وو کنډ کپر شول
پروادار په لنډوپرنو د بارک يم
د کريز بڼې مې تويې لکه باز کړې
گومان مه کړه چې بې پرو نو ښاپېرک يم
دخټکو حقيقت راته ښکاره شو
زړه مې بد له خپله ځانه چې خټک يم
سکه وروڼه مې تري دي حال يې دا دی
له بولاقو نه لا لېرې يوڅپک يم
په دروغ دروغ وعدې نفاق امېزي
ما غولوي ورته په مثل د کودک يم
تف په ږيره د همه واړو بارکو
لا زما په ږيره هم که زه بارک يم
که د واړو پښتنو راته تسليم دی
زه خو بيا د سباکې اناخشک يم
نن خو قام راسره ډېره جفا وکړه
گانده بيا دخدای و حکم وته څک يم
که خټکو راته شا کړه مخ يې تور شه
زه يوازې په تکيه دخدای شيرک يم
که څه حق يا د ورورۍ يا د نېکۍ شته
و پاداش وته په تمه دهر يک يم
که دولت راسره ښه ملگري وکا
په ارمان د ډېرو ډېرو دتارک يم
مومندي زما دکډې لاس و پښې دي
راضي من د اپريديو په کومک يم
ډېر چينې چې تر اوش وکا درياب شي
چې ليده شم اوس خو دا يم يو بولک يم
کرلاڼي سړبني څو پښتانه دي
زه د ننگ په کار له واړو مشترک يم
دهر چا سره چې کښېني هم هغه شي
اوس مې نيمه ژبه خوښه شوه شيتک يم
چې داهسې رنگ زما په سيله گرځي
منت دار په گرځېدنه دفلک يم
که مې عمر د عفد په کال کې آس دی
لا په کارد سوارۍ لکه اوزبک يم
که مې خپل دی که پردی چې بې ننگ وي
تېره توره د بې ننگو د تارک يم
په برکو پټ د څنی په ميري خپل کې
داغ په زړه د همگي واړه بارک يم