نظم

پنځم باب - ذکر د نمانځه د هر باب

Khushal Khan Khattak

د نمانځه نه مې آغاز دی

په څلور قسمه نماز دی

فرض ، واجب، سنت، دا درې دي

تطوع هم ور پسې دي

لکه فرض په مراتب دي

تر سنت هسې واجب دي

درجه د فرض بالا ده

تر واجب مسئله دا ده

تطوع نفل نماز دی

چې يې کړي هومره جواز دی

سود ثواب يې دی په کړه کې

عذاب نشته په نه کړه کې

په قرآن کې چې صادر دي

يا ثابت په تواتر دی

هغه کل مونځونه فرض دي

گذارل يې لکه قرض دي

چې له قرضه څوک منکر شي

په تحقيق هغه کافر شي

چې يې زده نه يې گذارينه

له فاسقه شماره دينه

چې ادا که قضا واړه

پرې خلاصېږي دده غاړه

چې قضا که درې نمونځونه

د امام په قول ځونه

د هغه قتل روا شي

که دا کار يې په عمدا شي

له واجبه که انکار کا

کافر نه شي نور بد کار کا

که واجب د چا قضا شي

اعاده د واجب بيا شي

سنت نمونځ دې زر ادا شي

قضا نشته که قضا شي

فريضه نمونځونه پنج دي

په پنځه وخته پنج گنج دي

د سبا دي دوه رکعته

چار د ظهر بې سنته

بيا څلور د مازيگر دي

د ماښام درې مقرر دي

بيا څلور دماسخوتن دي

بې سنت واجب په تن دي

نمونځ دوتر د عيدين

جنازه گڼه بيا عين

د طواف بل نمونځ دنذر

واجب دا دي شپږ په جهر

سنت واړه گڼه دولس

چا ويلي دي اتلس

د بامداد د فرض پخوا دي

دوه څلور د ظهر دا دي

دوه د ظهر تر فرض پس دي

بيا دعصر څلور بس دي

دوه په وخت د ماښام بيا دي

ور پسې دوه د عشا دي

تحيت دمسجد دوه دي

د احرام دوه په مکه دي

دا د عصر څلور جد دي

تحيت چې د مسجد دي

که گذار يې ثواب ډېر دی

گڼه حکم يې تېر بېر دی