غزل پاڅه يو ځله سېراب د عشق په جام شه Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 پاڅه يو ځله سېراب د عشق په جام شه په ساغر د ماه و مهر مې آشام شه 02 له اوله بندگي بيا آزادي ده که مقصود د آزادۍ لري غلام شه 03 د صياد له وحشتونو خپسر خلاص کړه لکه مرغ خانگي په خپله رام شه 04 ژوندی ځان په مخکه ښخ کړه لکه تخم که لويي غواړې د خاورو په مقام شه 05 درست جهان د کمينيه په خوی وخوره لکه ځمکه هسې لاندې تر اقدام شه 06 په نېستۍ کې د هستۍ مرتبه گوره نندارچي په ويرانه کې دخپل بام شه 07 و دښمن ته عيب خپل په خپله وايي ځان پخوا تر مرگه ووژنه مدام شه 08 په مستانو کې د عقل څښتن غل دی که په نورو خلقو خاص يې دلته عام شه 09 ای رحمانه! د بلبلو ژبه زده کړه دغه پسه په صفت د گل اندام شه Dictionary meaning × Headword