غزل
پاڅه يو ځله سېراب د عشق په جام شه
رحمان باباپاڅه يو ځله سېراب د عشق په جام شه
په ساغر د ماه و مهر مې آشام شه
له اوله بندگي بيا آزادي ده
که مقصود د آزادۍ لري غلام شه
د صياد له وحشتونو خپسر خلاص کړه
لکه مرغ خانگي په خپله رام شه
ژوندی ځان په مخکه ښخ کړه لکه تخم
که لويي غواړې د خاورو په مقام شه
درست جهان د کمينيه په خوی وخوره
لکه ځمکه هسې لاندې تر اقدام شه
په نېستۍ کې د هستۍ مرتبه گوره
نندارچي په ويرانه کې دخپل بام شه
و دښمن ته عيب خپل په خپله وايي
ځان پخوا تر مرگه ووژنه مدام شه
په مستانو کې د عقل څښتن غل دی
که په نورو خلقو خاص يې دلته عام شه
ای رحمانه! د بلبلو ژبه زده کړه
دغه پسه په صفت د گل اندام شه