نظم
پېيلې مرغلرې
Khushal Khan Khattakتور ويښته يې نه دي، په وړو کوڅو اودلي
واړه ښامارن دي په چندڼ باندې ختلي
سترگې وروځې نه دي نه مژگان نه يې زلفينې
دا يې و د عواوو ته پوځونه دي تړلي
سپين باز خو يې نه دي، نه خولې پرې پرخېدلې
گل دي دگلابو د سبا پرخې وهلي
ننگه خوله يې نه ده چې يې نه وينې په سترگو
درج دی دگوهر و لال و دُر پکې ساتلي
هيڅ په منځ کې نشته چې يې دم گڼې يا سحر
واړه يې د سترگو په جادو زړونه وکښلي
دوه سترگې يې هسې چې څو مينې پرې تاراج شوې
خداېږو چې اخر له ما به لوټ کاندي گټلي
دا څه شعر نه دی چې خوشال خټک بيان کړ
واړه لال و دُر دي د بيان په تار پېيلي
وگوره وماته دشهسوارو روش دا دی
نخښې ته نظر کا بيا له پسه نخښه ولې
ځير چې دې جمال ته کتی نه شم سبب دا دی
ځير يې هيچا نه دي و آفتاب وته کتلي
ستا د در احرام مې ستا د مخ په نيت تړلی
نه دي بې مقصوده و کعبې وته څوک تللي
تل که دو دسته تندی وهي څه يې فايده ده
ستا د عشق په غم کې عاشقان په زړه نتلي
دا خبره مه کړه څه منت به په چا بار کړم
ووايه چې څوک دې په ښکنځل هم دي نمنځلي
پند وايم و تاته گيله نه کړمه دا ښه کړې
ستا په سر چې لوړي هغه تا له ور رټلي
ماسر ه دې نيت که د اخلاص او يارۍ نه دی
تش لباس خو شته تا څه لږ نه دي غولولي
تل که هسې مينه په اغيار کړې لکه اوس
تل به دې په کور وي دخپل يار مغول ختلي
ما سره که تل جنگ او غوغا کوې پرې خوښ يم
مرم چې رقبيان به دې اور بل کاندي په کلي
مړه يې د غمزې په تېره تېغ څه هومره نه دي
يا يې چې څوک ښخ کا يا يې روغ کاندي څوک څلي
کوک په کوک ژاړم ستا په کوی کې عيب مه کړه
درد چې بې دوا شي خو نارې وهي ويشتلي
خال د نېلو کښېږده چې په گلو باندې پېر کړې
اور دې ډېرې سترگې لور په لور په يوه کښلي
يو دې ستا دمخ غوندې هم څوک راته ښکاره کا
هر چېرته په باغ کې که ډېر گل دي غوړېدلي
خداېږو زه به هيڅ بلا و تا وته پرې نه ږدم
چېرې په جهان که يو د بل بلا اخلي
ځار يې تر همت شم چې يې ستا ديدن ولجه کړ
ستا په ورچې ناست دي په سپېرو و ايرو لړلي
سترگې دې گواهي په نوي خون لي دخوارانو
په دروغه بهانه کړې چې شراب مې دي نوشلي
نه زړه لرم نه دين لرم نه صبر شته نه عقل
دا کل واړه لا کله په ښخ مخ دي ماښندلي
خو باچي د رنجو په بهانه ميل وهي په سترگو
امداد کاندي د سترگو چې که شي له زړونو لښلي
خوبا په آيينه کې چې خپل ځان وته نظر کا
حساب غواړي له مخې چې دې زړونه دي لوټلي
د شونډو په ارمان يې زما ځان په شونډو راغی
چې مرگ کا د حيات اوبه، چا هم دي اوريدلې