غزل پياله کړې راته ډکه، زه يې ستا له لاسه واخلم Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 پياله کړې راته ډکه، زه يې ستا له لاسه واخلم د شونډو بوسه راکړې، بيا په نوره تقاضا يو 02 مطرب راته له ورايه په تارونو لېندی ايښی په بم، په زېړ جاروځي موږ يې محو په نوايو 03 ته کل واړه خوبۍ لرې، زه واړه کامرانيې ښادۍ ته مخامخ، غم و اندوه ته شا په شا يو 04 ناگاهه له دې خوبه د سهر په وخت راويښ شوم نه ته وې، نه دې وصل زه، دا کار سره جدا يو 05 څو پايم په دنيا کې د چا کار راسره نشته يو زه يم، يو دې غم دی، سره دواړه خوا په خوا يو 06 خوشال يوازې نه دی څو په ملک کې عاشقان دي په خوب په بيدارۍ چې سره دواړه باد پيما يو Dictionary meaning × Headword