نظم

پينځه دېرشم فصل - په بيان دخلط د باز په سبب د غوښې

Khushal Khan Khattak

يا د خلط په سبب باز غوښې خطا کا

يا يې رده کړه له ته نه طعمه خا کا

يا چې تل تل همېشه خوري هغه غوشې

له ججورې نه سرې قی کا هغه خوشې

يا يې رگ و پلې چې وشلوي په کام کې

په قح قح يې راجارباسي په ناکام کې

يا چې وخوري طعمه ډېر وي پړ کېدلی

په گرمۍ کې پړکېدلی سيلېدلی

يا يې تهه په بلغم پر وي يا له باده

چې زر زر پر مهره نه خوري له استاده

يا جوشش د عقلې باز لري په خوله کې

يا يې درد وي يا نور څه ننه په زړه کې

په هر شان چې طعمه رده کا باز داره

هغه ورځ ورته طعمه مه کړه اشکاره

په اوبو کې مستکي کړه مضمحله

چې يې باز پخپله وڅښي يو څو ځله

اوبه تړمې مستکي چې نوش و جان کا

کثافت له تنه لرې په هر شان کا

بله ورځ د امتحان د پاره غوښې

د چڼچڼو څه ور کړه که شوې خوښې

تر بېگاه پورې ورکړه دوه مرغۍ

په وار وار نه يکباره که خبر ته يې

بله ورځ په واروار ورکړه څو چڼچڼې

په دا شان به رنځ علت د باز وسکڼې

او که نه ځروي طعمه خوا اچول کا

بويه دا چې مقيد شي علاج بل کا

باز که هر کله طلب د اوبو کاندي

دا علاج دی لازمي په باز دار باندې

هليله مالگه نبات برابر واړه

داجلاب و باز ته ورکړه ښه يې غواړه

چې يو څو پيخاله وکا طلبگار شي

د ترړي يې درېزې طعمه په کار شي

چرگه مرگه دې و باز ته ورکوينه

چې يې فهم پر غلط شي طعمه وړينه

که طعمه يې تهه ته يوړه خيريت دی

بيا دې گانده ښه څه ورکا چې صحت دی

د مږ کوري يوطعمه ور لره ښه ده

چې دوه درې طعمې قبولې کا ولجه ده

نور په هره ورځ چې ښې طعمې پيدا شي

ورکوي دې چې قوت يې ډېر په دا شي

که په دا هم اساني د باز ونه شي

درته وايم اساني به يې په څه شي

دمږ زړه دې ښه رېزه تنک تنک کا

رگ ريشه وازده څربښت به ځنې ورک کا

تلخ لونگ دې دنساء له پيو گډ کا

ساييده دې له لقمې سره گډ وډ کا

چې يې وخوري که تازه په دا علاج شو

ښه گڼه چرې د بل علاج محتاج شو

په مقدار د مهې مۍ لونگ ورکا

په سبا يې د رېزه په لقمه سر کا

که په دا دارو ښه نه شو يوه بله

که يې صبر سقوطري ورشي تر تهه

اميد کا چې باز به روغ په دا دارو شي

او که نه دمرگ دی پرېږده چې يکسو شي

که پاره کړې د تمځري تر حلق کار ته

په سبا يې غوښې ورکړی شي و باز ته

د سنگدان پردې د زرکو کړسې وچې

له طعمې دې خوري مقدار د بزو پچې

د گونگي د سينې غوښې هم لا ښې دي

تر هر څه و باز ته بدې وچې پښې دي

د غنمو د نغن مورگه نوې سوې

د اوبو سره چې دا شي اوبه شوې

په هغو اوبو دمږه غوښه لمده کا

چې يې وخوري که يې هضم کړه غم مه کا

دې زحمت لره هم ښه د مېژې پۍ دي

چې يې خوري ور سره غوښې د مرغۍ دي

بيا ترکيب د سونډو هلم دعسل دی

مجرب دی ازموده دی ډېر اول دی

په هدف چې غشی تير د تير انداز شي

يوخو وي چې دهدف په سينه ساز شي