نظم پينځه څلوېښتم فصل - په علاج د پرگردان د باز کې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که علت د پرگردان عيان شي د هغه علت علاج دې په دا شان شي 02 کله اچوي باز پرونه بې محله کله پرونه په کال واچوي دوه ځله 03 څوک چې څورب باز په لاس واخلي له کرېزه باز پر ښکار نه کا پيدا کاندي دا چيزه 04 يا يې څاړې د وزر په بېخ پيدا شي ياپړکېږي په کرېز کې ډېر په دا شي 05 يا په ښکار کې خبردار پرې بازدار نه شي شلانډه ملانډه، مږک، کربوړی يې تر خوله شي 06 يا ناغه شي په کرېز کې يو څو ورځې په خوارۍ شي د باز پرونه تځې تځې 07 که علت يې د څربښت وي چې ډنگر شي بې دارو به يې په دا کې محکم پر شي 08 که د چارې په علت وي غذا بويه نور غليظه غذا مه ورکوه لويه 09 که درون په کامبېله د مرغه پاک کړې کوچ نبات يې يو دوه درې ورځې خوراک کړې 10 دا زحمت به يې له ځانه تار په تار شي پر گردان د شلانډې سهل وي نور دار شي Dictionary meaning × Headword