نظم پينځم فصل - په بيان د بندونو د باز کې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بند د باز د باښې نه بويه چې سره وي سره بندونه باز باښې لره ښه نه وي 02 غوښخواره مرغونه نور باندې راشي سره بندونه باز باښې لره بلا شي 03 سپين او سره بويه په څو رنگه بندونه موافق د باز د پښو سره بندونه 04 اچول دې هر گز نه وي په ځنگل کې تيار مرگ دی د تمځريو په نيول کې 05 ځاړيو چوزو لره ښه ده جغاولۍ يا بټېري يا چې نيسي پرې هيلۍ 06 جرس هاله چې يا غر وي يا ځنگل وي او که نه خو بېهوده زياتي خلل وي 07 بې ټوپۍ دې باښه نه وي مير شکاره! مگر هاله چې کرېز وخوري څو واره 08 د شاهين د چرغ خو خود ټوپۍ په ځان ده د شنقار او د بحري لگړ دا شان ده 09 له اوله ټوپۍ باز لره ضرور ده چې يې لرې شوه له سره نوره دور ده 10 په همه واړو مرغانو کې صاحب دی باز په دا چې بې ټوپۍ هم مصاحب دی Dictionary meaning × Headword