نظم

پينځلسم باب په بيان د عدل

Khushal Khan Khattak

چې په کار د مملکت دی

عدالت دی، عدالت دی

عدل نور د درست جهان دی

درست جهان په ده ودان دی

عدل خدای دی امر کړی

په ښه شان يې دی نومړی

درته وايم عدل کوم دی

چې تکيه دخوار، مظلوم دی

د پرهار مرهم دی عدل

په ستم ستم دی عدل

عدل درست سره طاعت دی

عدل واړه عبادت دی

عبادت ديوه ځان دی

عدالت د درست جهان دی

که بادشاه په شپېته کاله

عبادت کا زما لاله

يو ساعت په عدل تېر کا

داتېری تر هغه ډېر کا

که دعدل ثواب کښمه

په ډېر کښل به نه رسمه

هر ملوک چې عادل کس دی

هم دا هومره کار يې بس دی

په عادل هر څوک مين دی

دظالم هر څوک دښمن دی

که کافر وي چې عادل وي

درست عالم ځنې خوشدل وي

که مؤمن وي ستمگار شي

د هر چا ځنې فرار شي

نوشېروان که ښه دادگرو

په ښه ياد دی که کافر و

چې حجاج ظالم، بې داد و

د هر چا ځنې فرياد و

چې ملوک په دنيا دادکا

هورې کور دگور آباد کا

چې ملوک په عدل مخ کا

غم يې هيڅ نه وي تل سخ کا

په دولت يې برکت شي

د ملکونو يې وسعت شي

تخت و بخت يې پايدار شي

په اولاد يې ملک قرار شي

هر ملوک چې ستمگار شي

درست عالم ځنې وېزار شي

که اولاد، که يې احفاد وي

همگي په بلا ياد وي

يو سړی چې په فرياد کا

ظالم ځان په بلا يادکا

همه کار چې تير د آه کا

کله توپ يې دبادشاه کا

دمظلوم د آه بڅري

سرې لنبې شي جهان نغري

تير دآه هسې زړه سکويې

لکه ستن درومي په شويې

چې د آه په غشي خوږ شي

تل راحت په هغو ځوږ شي

چې د آه غشي ورېږي

ښادي درومي، غم ډېرېږي

د داد خواه ويل دې نغوېږي

په ډېر غاو دې نه قهرېږي

که داد خواه سره په جنگ شي

رزق روزي به باندې تنگ شي

د مظلوم دې هسې داد کا

چې زړه درست دمظلوم ښاد کا

د دانا سړي په پوهه

درست عالم دی څلور گروهه

د تورزنو گروه اول دی

دا گروه لکه اور بل دی

بل گروه اهل قلم دي

په مزاج له هوا سم دي

بل گروه زراعت کړوني

په مزاج کې خوار شوني

دا څلور واړه عنصره

چې هر يو دی دبل غوره

هر سړی چې ځان سردار کا

د طبيب غوندې دې کار کا

يو مزاج په دا چهار کې

که تباه شي په روزگار کې

زيان يې بل وته رسېږي

هوښياران به پرې پوهېږي

عدل دا معنی لرينه

عدل کړه چې څو درشينه

فضيلت د عدل ډېر دی

تر حساب تر شماره تېر دی

که عادل دی عدل کاندي

گور به کور دی په ده باندې

دده تن به سلامت وي

روغ به پروت تر قيامت وي