غزل

پيري لري خوشاله، د اسمان ننداره وکړه

Khushal Khan Khattak

پيري لري خوشاله، د اسمان ننداره وکړه!

چې څه وې په کوم شمار وې دا زمان په څه حساب شوې

چې مې اوښکې هسې آل شوې

دواړه سترگې مېسره لال شوې

څه په نور څه پسې نه دي

واړه ستا د مخ په خيال شوې

لېونی شوم خوب مې نه شي

راته، ته پري مثال شوې

نور مې محوه شول له دله

چې مې ته په زړه نهال شوې

د زړه داغ دې مبارک شه

چې مين د شاه په خال شوې

خلک خوښ گرځي هوس کا

زما زړه، ولې بدحال شوې

مگر نول د بېلتانه دی

په ناله کې لکه نال شوې

نور څوک هم شته دي ای غمه!

که يوازې د خوشال شوې