نظم

پوه او ناپوه

Khushal Khan Khattak

زه خوشال دده له لاسه

دا فرياد کوم په چا

که دروغ کا که رښتيا

هر څه ښه دي د دانا

تر دانا دې زه ځارېږم

نادانان واړه تر ما

مړه يې پاڅول له گوره

نابينا يې کړل بينا

يونادان يې دانا نه کړ

په درست عمر مسيحا

نادان ځان لره بلا دی

هم جهان لره بلا

چې نادان وکا دا ورانه

هسې نه کا اژدها

نادان دي ناپوهان دي

نن زما کره پيدا

لکه دوی کاندي دا چارې

دا مې نه وې په ابا

د ناجنسو نه پيدا شول

که دود نور شو د دنيا

د يوه پلاره زوولي

سره تل شور و غوغا

که څلوېښت دي که پنځوس دي

سره واړه شا په شا

مال و ملک دولت مې ژغوره

په دا حال کې ربنا

اتفاق پکې باقي شه

دانفاق يې شه فنا

نفس شيطان دواړه بلا دي

راشه گوره دا بلا

چې په دې بلا پايمال دي

شهيدان دکربلا

خدايه ته يې چې کړه کړې

دا بلا پيدا کړه تا

له حکمته خالي نه دي

کړه دې واړه دي زېبا